خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند شمل نوریزیو سیمه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې لټکو منتخبې لوبډلې د اتو ویکټو په توپیر خپلې سیالې څارنکوټ منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
