کابل کې د دوو ښوونځيو زده کونکو ته ورزشي توکي وويشل شول

org2_admin
Wed, Sep 16 2026 10:48 AM
کابل کې د دوو ښوونځيو زده کونکو ته ورزشي توکي وويشل شول

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري او د هاکي ملي فدراسیون په همکارۍ د کابل ښار د دوو ښوونځيو زده کونکو ته د هاکي ورزشي توکي وويشل شول.

دغه ورزشي توکي د عاشقانو، عرفانو او استاد عبدالحق بيات ښوونځيو زده کونکو ته ورکړل شول، چې د هاکي لوبې اړوند ټول وسايل پکې موجود و.

د هاکي لوبې د ودې ياد پروگرام درې مهم پړاوونه لري، چې لومړی پړاو يې زده کونکو ته د ورزشي توکو ويشل، دويم پړاو يې د مسلکي روزونکو له لوري زده کونکو ته نظري او عملي روزنه او درېيم پړاو کې به د کابل ښار د شپږو ښوونځيو ترمنځ د هاکي لوبې ترسره شي.

د ويلو ده، چې د دغه پروگرام موخه ورزش ته د زده کوونکو هڅول، په هاکي برخه کې د نويو استعدادونو موندل او د سالمې تفريح برابرول ښودل شوی، چې په ترتيب سره به ياده لړۍ د کابل ولايت ټولو ښوونځيو ته ورسېږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS