تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فټنس او د بدن ښکلا کلب پرانيستل شو
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د يو تن صراف حاجي بسم الله له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فټنس او د بدن ښکلا کلب پرانيستل شو.
ياد کلب د دولتي مسوولينو، ورزشي مسوولينو، مشرانو او د ورزشکارانو په شتون کې، ځوانانو ته د ورزش زمينه برابرولو په موخه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
