هلمند کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کې د ۱۸ ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د عزیزي يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې عزيزي يارانو لوبډلې خپلې سيالې اميد جاويدان لوبډلې ته د ۴-۱ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۲۵ ورځې يې دوام وکړ.
