بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين بلخي په نوم د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او مشرانو په شتون کې د مولانا جلال الدين بلخي په نوم د فوټسال يو معياري لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د فوټسال دغه لوبغالی د ۶۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شو او موخه يې مناسب تمرين ته زمينه برابرول، د لوبو ترسره کېدل، د فوټسال لوبو ته وده ورکول او له ورزش سره د ځوانانو ملاتړ و.
