د بامیان مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د حاجي زاده ورزشي توکو د پلورنځي په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سيالې جايدان لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول و، چې ۱۰ ورځې يې دوام وکړ.
