زابل؛ مرکز قلات ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تور سترګو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تور سترګو لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
