کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي کې له مرکز او ولسواليو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيمه ييزې او دوديزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې قوروتک لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او اتحاد رحمانخېل لوبډلې بيا دويم مقام خپل کړ.
د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
