خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پرانیستل شو

Afzal-af
Sun, Feb 13 2022 10:13 AM
خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پرانیستل شو

تېره ورځ د خوست ولایت په اسمعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ورزش د پرمختګ او نېشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د فوټبال یو ټورنمنټ پیل شو.

په همدې موخه د یادې ولسوالۍ د شډل کلي په فوټبال لوبغالي کې مراسم نیول شوي وو، چې پکې د خوست ولایت د فوټبال مسوول احمد ولي ګلاب‌زوی، د سیمې مشرانو، ځوانانو او د ورزش مینه‌والو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې ده، چې په یادو سیالیو کې به له نادرشاه‌کوټ، اسمعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو څخه اووه لوبډلې برخه واخلي او یاد ټورنمنټ به نږدې یوه میاشت دوام وکړي.

په جوړو شویو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون مسوول احمد ولي ګلاب‌زوی وویل؛ موږ تل هڅه کوو، چې ورزش لرې پرتو ولسوالیو ته ولېږدوو او ځوانان سالمو مصروفیتونو ته راوبولو.

د یادولو وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به خوست ولایت د بېلابېلو څانګو د لوبو کوربه‌توب په غاړه ولري.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS