پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نبي کلیوال لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې عابد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
