د ناپولي او انټر میلان لوبه مساوي پای ته ورسېده

Afzal-af
د ناپولي او انټر میلان لوبه مساوي پای ته ورسېده

د ايټاليا د سري آ د ٢٥مې اوونۍ په دويمه لوبه کې ناپولي او انټر لوبډلو لوبه مساوي کړه.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د سیری آ د 25مې اونۍ سیالۍ تیره شپه د ناپولی او انټر تر منځ د ناپولی په دیګو مارادونا لوبغالي کې ترسره شوه چې دا لوبه یو پر یو مساوي پای ته ورسېده.

لورنزو ایسینیه لخوا په اوومه دقیقه کې د ناپولي لومړی ګول ترسره شو خو ایډین ژیکو په ۴۷مه دقیقه کې انټر لپاره ګول وهنه وکړه ترسو دا لوبه مساوي کړي .

د دې پایلې سره، انټر او ناپولي په ترتیب سره 54 او 53 امتیاز ترلاسه کړې او په جدول کې یې خپل ځای ساتلی دی.