د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست کې د بودجې د وېش په اړه غونډه وشوه

Afzal-af
Sun, Feb 13 2022 9:38 AM
د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست کې د بودجې د وېش په اړه غونډه وشوه

د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست کې تېره ورځ د المپیکي او ناالمپیکي فدراسیونو تر منځ د بودیجې په وېش غونډه او بحث وشو.

په یاده غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش رییس نظرمحمد مطمئن، د المپیک ملي کمېټې مرستیالانو، سلاکار بورډ او د بدني روزنې رهبرۍ برخه اخیستې وه.

په دغه غونډه کې کې د حکومت لخوا په ورکړل شوې بودیجه بحث وشو، چې څه ډول د المپیکي او ناالمپیکي فدراسیونو تر منځ ووېشل شي.

په یاده غونډه کې د المپیکي او ناالمپیکي فدراسیونو تر منځ د بودیجې په عادلانه او منظم وېش باندې پرېکړه وشوه او یادونه وشوه، چې ورزشي فدراسیونو له خپلو کلنیو جنتریانو سره سم خپلې بودیجې منظمولی او لګولی شي.

د یادونې وړ ده، چې د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست په تېره غونډه کې د یاد ریاست رییس نظرمحمد مطمئن د فدراسیونو مسوولینو ته ډاډ ورکړی و، چې د حکومت لخوا کافي بودیجه په واک کې ورکړل شوې او موږ باید ترې سالمه ګټه واخلو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS