خوست: په خالبساط بازار کې د یووالي ټورنامینټ ترسره شو

Afzal-af
Sat, Feb 12 2022 11:02 AM
خوست: په خالبساط بازار کې د یووالي ټورنامینټ ترسره شو. د خوست ولایت ورزشي امریت مربوط په خالبساط بازار کې یوه ورځنی د یووالي ټورنامینټ ترسره شو.  یاد ټورنامینټ ، چې هر شپږم د یوې ورځې په موخه په یاد بازار کې د لویې مېلې یوه برخه ده، د یادې سیمې د ځوانانو له خوا د واليبال فدراسیون په چوکاټ کې ترسره کیږي.  دا ځل په جوړ شوي ټورنامینټ کې د خوست له مختلفو ولسوالیو څخه لسو پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه.  د یاد ټورنامینټ فاینل ته د صبریو او تڼیو ولسوالیو لوبډلو لاره موندلې وه، چې پای لوبه د تڼیو لوبډلې په خپل نوم ک

د خوست ولایت ورزشي امریت مربوط په خالبساط بازار کې یوه ورځنی د یووالي ټورنامینټ ترسره شو. 
یاد ټورنامینټ ، چې هر شپږم د یوې ورځې په موخه په یاد بازار کې د لویې مېلې یوه برخه ده، د یادې سیمې د ځوانانو له خوا د واليبال فدراسیون په چوکاټ کې ترسره کیږي. 
دا ځل په جوړ شوي ټورنامینټ کې د خوست له مختلفو ولسوالیو څخه لسو پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه. 
د یاد ټورنامینټ فاینل ته د صبریو او تڼیو ولسوالیو لوبډلو لاره موندلې وه، چې پای لوبه د تڼیو لوبډلې په خپل نوم کړه. 
د یادولو وړ ده، چې د ټورنامینټ ګټونکو لوبډلو ته کپونه د ورزشي امریت له لوري برابر شوي وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS