د سرپل مرکز کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې ۲۵ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
