نورستان کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د نښې ويشتلو سيالۍ وشوې
د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د نښې ويشتلو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د نښې ويشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې محمد سهيل لومړی محمد فکور دويم او انور شاه احمدي درېيم مقام خپل کړ.
