پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ستاره های قلندري ب لوبډلې د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سوپر افغان ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
