پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارګون ولسوالۍ په سرخت کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اسد کلب او خان وزیر کلب لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه اسد کلب لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په زيان ۱۰۳ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه پاڼۍ کې خان وزير کلب لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ۸۸ منډې جوړې کړې او په ۱۵ منډو يې ماتې وخوړه.
