زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه د زابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
