زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.
دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د تمرین کولو ظرفیت لري، چې په پنځو میاشتو کې یې د رغولو چارې بشپړې او د ورزشکارانو پر مخ پرانیستل شو.
