بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ وړاندې پيل شوې وې پای ته ورسیدې.
د دغو سیالیو پای لوبه د آقچه سولر سسیټم او یاران نبی زاده لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې آقچه سولر سسیټم لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د درې پر صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
