بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ پيل شوې
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اريانا قادس لوبډلې خپلې سيالې واحد فرستان لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ليګ ته د لوبغاړو چمتوالی او د لوبغاړو فني وړتيا لوړول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
