د افغانستان د اتلانو لیګ کلپونو ته د جواز ورکولو مراسم د فوټبال فدراسیون کې ترسره شول

Afzal-af
Mon, Feb 07 2022 9:57 AM
د افغانستان د اتلانو لیګ کلپونو ته د جواز ورکولو مراسم د فوټبال فدراسیون کې ترسره شول

د فوټبال فدراسیون نن یکشنبه د سلواغې په ۱۷ مه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په مرکزي دفتر کې دا مراسم ترسره کړل.

دغه پروګرام د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د المپیک ملي کمیټې او د فوتبال فدراسیون د رهبرۍ له خوا د پلازمېنې، کندهار، فارياب، هلمند، کابل، لغمان، فراه، کندز، پروان، خوست، سرپل هرات او تخار ولايتونو کې د کلپونو مسوولينو ته د فعاليت جوازونو د وېش په موخه ترسر شو.

په دې مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک د ملي کمېټې سرپرست نظر محمد مطمین هم حضور درلود او یادونه یې وکړه چې د خوښۍ ځای دی چې موږ ټولو د افغانستان د ورزش لپاره ګټور او ارزښتناک ګامونه پورته کړي دي او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې دا ګامونه به نور هم چټک شي.

ښاغلي مطمین زیاته کړه موږ د هیواد دننه او بهر ټولو ورزشکارانو ته درناوی کوو او هڅه کوو چې په خپل ډګر کې د اړو لوبغاړو سره مرسته او همکاري وکړو.

ښاغلي مطمین په مرکز او ولایتونو کې د فوټبال فدراسیون له مشرتابه او د دغه ډګر له روزونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د هېواد د فوټبال فدراسیون د راتلونکي لپاره ښه پلانونه لري.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټبال فدراسيون څو مياشتې وړاندې په مرکز کې د اتلانو ليګ سيالۍ پيل کړې وې، خو په هېواد کې د سياسي تحولاتو له امله د دغه ليګ وځنډول شو خو تمه ده جې د یاد لیګ پاتې لوبې بيا پيل شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS