کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
Fri, Jul 31 2026 12:59 PM
کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنيونې لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ، چې لس ورځې وړاندې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې پيل شوې وې، د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ليګ د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، د بېلابېلو هېوادونو ډيپلوماتانو، د ا.ا.ا د بېلابېلو ادارو مسولينو، د ورزش ادارې مسولينو، ورزشکارانو او زرګونو مينوالو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د دغه ليګ په برياليتوب تراسروي، د پهلوانۍ ملي فدراسیون ټولو مسولينو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې موږ به کوښښ کو، ترڅو په راتلونکي کې دغه ليګ له دې هم په ښه شکل ترسره کړو.

دغه سيالۍ د لس لوبډلو ترمنځ له ۵۷ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۵ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې قوش‌تېپې لوبډلې لومړی مقام، اخوت لوبډلې دويم مقام او ستاره‌ها لوبډلې بیا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د غوره استعدادونو موندل و، چې په پای کې يې مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه، تصديق‌ پاڼې او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS