د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.
ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰ متري په واټن لوړې برخې ته وختله او موخه یې د غرختنې ورزش ته د ځوانانو هڅول، د شاه فولادي څوکه معرفي کول او سالمه تفرېح برابرول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
