هرات کې د دیني مدرسو فوټسال جام د جامعه الاسلام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او په ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو کې ورزش ته د ودې مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د دیني مدرسو فوټسال جام لومړی پړاو سیالۍ د جامعه الاسلام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جامعه الاسلام لوبډلې خپلې سیالې خاتم الانبیا لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د غوره استعدادونو موندل، ورزش دودول او په مدرسو کې ورزش ته وده ورکول و، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
