کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
Tue, Jul 21 2026 9:05 AM
کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناړۍ ولسوالۍ په پاشنگر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د پاشنگر افغان او سلارزو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه پاشنگر افغان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو ویکټو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سلارزو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د څلورو ویکټو په توپیر وگټله.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS