کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
Mon, Jul 20 2026 9:41 PM
کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.

دغه سيالۍ چې په دوو برخو، د بدن ښکلا او فټنيس کې له (۵۵ - ۹۵+) کيلو ګرامه بېلابېلو وزني کټګوريو او له( ۱۶۵ - ۱۸۵+) سانتې متر قد لرونکو ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې، په پای کې به يې ۶۰ تنه په فټنيس او ۵۰ تنه د بدن ښکلا برخه کې د هېواد د بدن ښکلا او فټنيس ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مسوولینو، د ياد فدراسيون د رهبرۍ غړو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو په شتون کې پيل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي او پکې به ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ترڅنګ مسټر افغانستان هم وپيژندل شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS