هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بابا جي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې همت لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې نویو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
