هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Jul 18 2026 4:55 PM
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ سلطان نورزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سلطان نورزي او محمد اکبر خادم لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه محمد اکبر خادم لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې سلطان نورزي لوبډلې ياد هدف په ۱۰م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۴ ویکټو په توپیر وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې او ۸ ورځې يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS