سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ازادي نوین لوبډلې خپلې سیالې عقاب ظفر لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
