هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې شهـ..ـید محمد نسیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
