زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوه
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوه.
دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې فرید احمد لومړی، تاج محمد دویم او عیسی محمد بیا درېیم مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ اتلتیک ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوه، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
