غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې همت لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې عرفان افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.
