زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ځلاند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځلاند لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې مینوالو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
