ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شینواري ینګ ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شینواري ینګ ټایګرز لوبډلې د درېیوو ویکټو په زیان ۱۲۸ منډې هدف پوره کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې شینواري سوپر سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۴۵ ورځې یې دوام وکړ.
