جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.
د دغو په پایلوبه کې فضل کاروان لوبډلې خپلې سیالې باز محمد ترکمن لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړ او اتلولي یې خپله کړه.
