بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ وشوې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه او ډالۍ خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د غوره ورزشکاران پېژندل، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د کیک بوکس ورزشکارانو فني وړتیا لوړول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
