هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مس عینک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مس عینک لوبډلې له خپل ١٥٧ منډو هړف څخه دفاع وکړه او د ٢٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې اصغر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.
