لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مسکین آباد سیمه کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د افغان اتلان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې افغان اتلانو لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ارمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
