لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ۱۴ کلنو کم عمر نويو ځوانانو د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شاهين پنګرام لوبډلې خپلې سيالې متحد ګرم لوبډلې ته د ۷/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د غوره استعدادونو موندل، د لوبغاړو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
