کابل کې د ميرويس نيکه جام په نوم د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې نهم پړاو سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له ۲۲ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ميرويس نيکه جام په نوم د سوک وهنې نهم پړاو سيالۍ پيل شوې، چې يوه ورځ به دوام وکړي.
دغه سيالۍ به د نويو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به ۶۵ غوره ورزشکاران وپېژندل شي.
د يادو سياليو موخه د ميرويس نيکه او د هغه کارنامو نمانځل، ورزش دودول او د سوک وهنې ورزش ته د ودې زمينه برابرول دي.
