فاریاب؛ مرکز ميمنه ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني لومړۍ پړاو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.
