د پارا المپیک ورزشکار له کابل څخه تر غزني پورې د بایسکل ځغلونې سیالي پیل کړه
د افغانستان د پاراسایکنګ ورزشکار مدثر محمدي د یوه ملي ریکارډ د ثبتولو په موخه په کابل کې د افغانستان د پارا المپیک ملي کمېټې څخه د غزني ولایت پر لور په ۲۹۶ کیلومتري واټن کې د بایسکل ځغلونې حرکت پیل کړ.
ټاکل شوې ده، چې نوموړی ورزشکار به کاپیسا او خوست ولایتونو ته هم سفر وکړي.
د بایسکل ځغلونې دغه سیالي د ورزش دودول، د معلولو ورزشکارانو د وړتیا په اړه عامه پوهاوی، د ځوانانو ترمنځ د هڅونې انګېزه پیداکول، د پارا المپیک ورزش څخه د ټولنې ملاتړ او په ملي او نړیواله کچه د افغانستان ورزشکارانو وړتیا ښودل و.
