تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د wtf تکواندو پنځلسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د تکواندو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د wtf تکواندو پنځلسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۸ ورزشکاران د ياد ولايت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د تکواندو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
