افغان ووشو کارانو له اسیایی سیالیو څخه دوه مډالونه وګټل
د ووشو شانګهای سازمان اسیایي سیالیو څخه افغان ورزشکارانو یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال په خپل نوم کړ.
له دغو مډالونو څخه شهزاده صافي د سپینو زرو او محمد خالد هوتک د برونزو مډال ګټلی دی.
یادې سیالۍ د چین په کوربه توب د ۱۸ هېوادونو په ګډون در روانې میلادي میاشتې پر ۲۶مه پیل شوي او تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولي شپږ ورزشکاران ګډون پکې لري.
