پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې د ٣ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې زیړوک منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې نهه ورځې یې دوام وکړ.
