ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې باسول شاهین لوبډلې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې باسول لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
