کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلانو جام سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو څخه د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلانو جام سیالۍ پای ته ورسېدې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې علي اباد ولسوالۍ لوبډلې لومړی او امام صاحب ولسوالۍ لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
