بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۱٣ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۱٣ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ده دولت آباد لوبډلې د ۵ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې یاران برین لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
