بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د اوو ولایتونو ترمنځ د فول کانتاکت سبک سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول کانټاکټ سبک آزادې سیالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له کابل، کندز ، سرپل ، بغلان، تخار ،سمنګان او بلخ ولایتونو څخه د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې گډون کړی وو، چې په پایله کې يې ۳۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د فول کانټاکت سبک ورزش ته وده ور کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
